۰

حبیب الله احمدزی علني محاکمه کېږي

یکشنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۲
د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د ولسمشر غني د امنیت پخواني مسوول او سلاکار حبیب الله احمدزي به علني محاکمې شي.
حبیب الله احمدزی علني محاکمه کېږي
د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د ولسمشر غني د امنیت پخواني مسوول او سلاکار حبیب الله احمدزي به علني محاکمې  شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې حبیب الله احمدزي پر ارګ تور لګولی و چې د فحشا ترویج ته یې کار ویلی او ولسمشر ته نږدې کسانو د پارلمان له ځینو ښځو نوماندانو جنسي رشوتونه اخیستي دي.

ارګ د دغو تورونو په اړه سپیناوی کړی او حبیب الله احمدزی یې د خپلو تورونو په اړه سپیناوي لپاره لویې څارنوالۍ ته ورپیژندلی دی.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د یکشنبې په ورځ وویل، مدني بنسټونه یې خبر کړي دي چې د حبیب الله احمدزي د علني محاکمې د ورځې لپاره خپل استازي ور معرفي کړي.

نوموړي ویلي چې لویې څارنوالۍ د احمدزي د ادعاګانو څېړلو لپاره ځانګړې کاري کمیټه ګمارلې او محاکمه به یې د مدني ټولنو، علماو، رسنیو، د ښځو او د روڼتیا د څار سازمان استازي ګډون وکړي.

لویه څارنوالي وایي، له احمدزي یې رسما د کړیو ادعاو په اړه اسناد غوښتي وو، مو نوموړي لا هیڅ سند نه دی ورسپارلی.

دا په داسې حال کې ده چې حبیب الله احمدزي ویلي، یوازې به ځانګړي قضایي پلاوي ته خپل اسناد سپاري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي