۰

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف افغانستان ته راغلی

یکشنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۱
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف د یوه پلاوی په مشرۍ افغانستان ته راغلی او له افغان چارواکو سره به د اقتصادي همکاریو هوګره لیکونه لاسلیک کړي.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف افغانستان ته راغلی
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف د یوه پلاوی په مشرۍ افغانستان ته راغلی او له افغان چارواکو سره به د اقتصادي همکاریو هوګره لیکونه لاسلیک کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مرادوف نن یکشنبې د غبرګولي ۲۶ مه سهار د تورغندۍ بندر له لارې هرات ولایت ته ورسېدلی دی.

راپورونه وايي، نوموړی به د دغه سفر په ترڅ کې له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو په برخه کې دوه هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړي.

 د دې هوکړه لیکونو یو یې د اوسپنې پټلۍ او بل یې د پانګونې د جذب په برخه کې دی چې د هیواد د مالیې او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر او هرات والي په حضور کې به د اړونده مسولینو ترمنځ لاسلیک شي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي