۰

د امریکا او طالبانو تر منځ دا ځلې خبرو کې ښايي دوه مسلې نهايي شي

یکشنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۰
ټاکل شوې راونه اونۍ د قطر پلازمېنه دوحه کې د اووم ځل لپاره د امریکا او طالبانو استازي سره جرګه او د افغان سولې په اړه خبرې وکړي.
د امریکا او طالبانو تر منځ دا ځلې خبرو کې ښايي دوه مسلې نهايي شي
ټاکل شوې راونه اونۍ د قطر پلازمېنه دوحه کې د اووم ځل لپاره د امریکا او طالبانو استازي سره جرګه او د افغان سولې په اړه خبرې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي دا ځل خبرې به هم تر ډېره له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د نورو پر ضد د افغان خاورې پر نه کارولو راڅرخي.

خو تر څنګ یې دا هیله هم شته چې ښايي دواړه خواوې په خبرو کې د افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسېدو لپاره هم طرحه وړاندې او پرمختګ په کې وشي.

وړاندې هم دواړو لورو پر همدې دوه موضوعاتو تر ډېره خبرې کړې، خو موافقه یې څکه لاسلیک نه شوه، چې طالبانو یوازې پر همدې دوه مسایلو او امریکايي لوري بیا پر اوربند او بین االاافغاني خبرو هم ټيڼګار درلود.

ویل کېږي طالبانو له اوربند او له افغان حکومت سره له خبرو کولو انکار وکړ، او همدا لامل شو، چې تر اوسه پورې کوم تړون ونه شي.

خو قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین دا خبرې رد کړې، چې ګڼې د اوربند د نه منلو له امله موافقه لاسلیک نه شوه.

شاهین ویلي، په خبرو کې پرمختګ شوی او تمه ده دا ځل هم پرمختګ وشي او امریکا له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال وېش اعلان کړي.

د هغه په وینا که امریکا دغه اقدام وکړي، نو دې ته به لاره هواره کړي چې افغانان په خپل منځ کې خبرو ته کښېني او د راتلونکي اسلامي نظام او حکومت په اړه طرحه جوړه کړي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ویلي طالبان هیله لري، چې خلیلزاد به خپله ژمنه عملي کړي- د دې دوو مسلو په اړه به د سولې خبرې نهايي کړي.

خلیلزاد هم  ویلي، له طالبانو سره خبرو کې  د سولې د چوکاټ لومړۍ دوې برخې نهايي کړي، خو ده په عین حال کې ټینګار کړی چې د بریالیتوب لپاره د ټولو خواوو په دریځونو کې نرموالي ته اړتیا ده.

د ځینو راپورونو له مخې، ټاکل شوې ده چې راتلونکې میاشت (جولای) د افغانستان د حکومت، یو شمېر افغان سیاستوالو او طالبانو ترمنځ په دوحه کې دوه ورځینۍ خبرې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ش
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي