د غزني د پوهنې ریاست وايي، ناپېژانده وسله والو د ښار په اړو سیمو کې د نجونو او هلکانو یوه ښوونځي ته اور ورته کړی او سوځولی یې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني د پوهنې رییس محب الرحمن انصاري وایي، دغه پېښه پرون د غزني ښار اړوند د ارزو په سیمه کې رامنځ ته شوې.
نوموړي زیاته کړې، ناپېژانده وسله والو په دغه سیمه کې د نجونو او هلکانو یوه ښوونځي ته اور ورته کړي، چې اداره او لابراتوار یې سوځلې دي.
هغه وایي، د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل تر اوسه معلوم نه دی او دا پېښه په داسې ځای کې شوې، چې هلته امنیتي پوسته هم شتون لري.
تر اوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:غزني