کورنیو چارو وزارت لوګر ولایت کې د افغان ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پر مهال د دوه قوماندانانو په ګډون د ۱۳ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن یکشنبې د غبرګولي ۲۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو تېره ورځ د لوګر په محمد آغې ولسوالۍ کې عملیات وکړل.
سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو د دوه مهمو قوماندانانو په ګډون ۱۳ وسله وال و وژل شول او درې نور ټپیان شوي دي.
وزارت وايي، په دغه عملیاتو کې یو میل دهشکه او یو عراده موټر هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل