۰

سلام رحیمي او عمر داودزی په نویو دندو ګمارل کېږي

شنبی ۲۵ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۹
حکومت کې باوري سرچینو رسنیو ته ویلي ټاکل شوې د ولسمشر د دفتر رییس سلام رحیمي او د سولې د دارالانشا رییس له خپلو اوسنیو دندو لرې او پر نویو هغو وګمارل شي.
سلام رحیمي او عمر داودزی په نویو دندو ګمارل کېږي
حکومت کې باوري سرچینو رسنیو ته ویلي ټاکل شوې د ولسمشر د دفتر رییس سلام رحیمي او د سولې د دارالانشا رییس له خپلو اوسنیو دندو لرې او پر نویو هغو وګمارل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوې حکومتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط آزادۍ رادیو ته ویلي، ښايي رحیمي د سولې په چارو کې د دولت وزیر وټاکل شي.

دغه سرچینې ویلي ولسمشر په دې اړه په څو ناستو کې خبرې کړې دي.

له دې وړاندې هم په خواله رسنیو کې داسې خبرونه خپاره شول، چې ګنې سلام رحیمي له خپلې دندې لرې کړل شوی دی.

بل خوا ویل کېږي محمد عمر داودزی به هم له اوسنۍ دندې لرې او د ولسمشر د ټاکنیز ټیم د کمپاین د رییس په توګه به وټاکل شي.

د سولې عالي شورا هم د نوم نه ښودلو په شرط آزادۍ رادیو ته د دغه خبر تاييد کړی دی.

ارګ تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي