د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد وايي، د نړیوالو په ملاتړ افغان سوله به د افغانستان د ځان بسیاینې لامل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد پر ټوېټر لیکلي، د نړیوال بانک چارواکو سره یې د سولې له پروسې د نړیوالو په ملاتړ، اقتصادي پراختیا، پانګونې او د امنیتي لګښتونو کمولو، په اړه بحث کړی دی.
نوموړي ویلي، چې د نړیوالو مالي ملاتړ به له افغانستان سره مرسته وکړي چې پر ځان بسیا شي.
د نړیوال بانک له چارواکو سره تر لیدنې وړاندې خلیلزاد په کابل کې د ناروې له شارژدافیر پېر البرت ایساس سره هم کتلي و.
هغه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې ناروې له افغانستان سره د مرستې اوږده تجربه لري.
خلیلزاد لیکلي چې په افغانستان کې د بین الافغاني خبرو د پېل لپاره په هڅو کې د ناروې ملاتړ او تجربه ګټه رسولی شي.
جمهورخبري آژانس:کابل