۰
ډاکترعبدالله د سیکا په غونډه کې:

ترهګرۍ سره مبارزه، امنیت او پرمختګ سیمه ییزې همکارۍ ته اړتیا لري

شنبی ۲۵ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۲
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د سیکا غونډې ته د وینا پر مهال و ویل، چې له ترهګرۍ سره مبارزه، په سیمه کې امنیت او اقتصادي پرمختګ د سیمه ییزه هېوادونو ریښتینې او عملي همکارۍ ته اړتیا لري.
ترهګرۍ سره مبارزه، امنیت او پرمختګ سیمه ییزې همکارۍ ته اړتیا لري
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د سیکا غونډې ته د وینا پر مهال و ویل، چې له ترهګرۍ سره مبارزه، په سیمه کې امنیت او اقتصادي پرمختګ د سیمه ییزه هېوادونو ریښتینې او عملي همکارۍ ته اړتیا لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سیکا غونده نن شنبې د غبرګولي ۲۵ مه د تاجکستان پلازمېنه دوشنبې کې روانه ده، چې ورته د یاد سازمان د غړو هېوادونو مشران ورغلي دي.

د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په خپله وینا کې و ویل، چې سیکا د جوړېدو هدف، په سیمه کې سوله او ثبات، اقتصادي پرمختګ او له ترهګرۍ سره مبارزه ده.

نوموړي ټینګار وکړو چې په سیمه کې د امنیت، اقتصادي پرمختګ، له ترهګرۍ سره مبارزې، د فساد له منځه وړل، چاپيریال ساتنه، د وسلو د قاچاق مخنیوی، مخ پر زیاتولي نفوس او د فقر له منځه وړل ریښتینې او عملي سیمه ییزې همکارۍ ته جدي اړتیا لري.

د هغه په وینا ترهګرۍ لا هم نه یوازې افغانستان بلکې سیمه او نړۍ ګواښي، چې د له منځه وړلو لپاره یې باید په سیمه ییز او نړیواله کچه مبارزه وشي.

ښاغلي عبدالله و ویل«ترهګرۍ زموږ او سیمې د امنیت، ثبات او اقتصادي پرمختګ او همکاریو پر وړاندې لا هم خنډونه جوړ کړي، له دې پدیدې سره په یوازې ځان مبارزه نه شي کېدي، باید په ګډه همکارۍ ریښتینې او صادقانه همکارۍ یې مخه ونیسو.»

هغه ټينګار وګړ، چېټول هېوادونه په مختلفو برخو په ځانګړي ډول د امنیت په برخه کې باید جدي همکاري وکړي، تر چې سیمه ییز ثبات او اقتصادي پرمختګ ته لار هواره شي.

د افغان حکومت د اجرائیه رییس په وینا د ترهګرۍ سره د مبارزې او د دغه پدیدې د لمنځه وړلو په برخه کې لومړی اړین ګام دا دی، چې پر ترهګرو د تمویل، تهجیز او پټنځایونو سرچینې باید ودرول شي.

ډاکتر عبدالله د خپلې وینا په پای کې د سیمې د امنیت او پرمختګ په برخه کې د سیکا له همکاریو او اقداماتو مننه وکړه او ویې ویل، افغانستان د دغه سازمان د غړي په توګه، په سیمه کې د ثبات او هر ډول پرمختګ په برخه کې پوره همکارۍ ته چمتو او ژمن دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي