د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو مشرانو د همکاریو د پراختیا یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه غونده پرون جمعه د غبرګولی ۲۴ مه د قرغزستان په پلازمېنه بشکېک کې جوړه شوې وه.
غونډې ته د یاد سازمان د دایمي غړو روسیې، چین، قرغزستان، تاجکستان، قزاقستان او ازبکستان د ولسمشرانو، هند او پاکستان لومړي وزیرانو، سربېره افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم ورغلی وو.
د شانګهای غړو هېوادونو په نولسمه ناسته کې د سیمې هیوادونو مشرانو په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي لپاره د پیل شویو هڅو ملاتړ وکړ.
دغه راز دوی د ترورېزم او نشه یي توکو پر ضد پر مبارزې، اقتصادي پرمختګ او بشري مرستو خبرې وکړې.
افغان ولسمشر غني په دغه ناسته کې ویلي، چې د افغانستان د سولې د هڅو د پاشل کېدو د ګواښ مخنیوي لپاره باید یوه سیمه ییزه او نړیواله اجماع جوړه شي.
د هغه په وینا ترهګریزې شبکې د ټولې سیمې په زیان دي نو ځکه په افغانستان کې د سولې توافق رامنځ ته کېدل له سیمه ییزې اجماع پرته ستونزمن دی.
ښاغلی غنی وایي، د سولې خبرو د بریا لپاره باید د سیمې له یوشمېر هیوادونو سره د طالبانو اړیکې قطع او د افغان سولې لپاره په ګده هڅې وشي.
ولسمشر غني زیاته کړې له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره باید داسې منظم چارچوب رامنځ ته شوي چې د سیمې ټول هیوادونه پکې شامل وي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د افغان کړکېچ د سیاسي اواري لپاره د امریکا پر ژمنتیا او هلو ځلو باور لري، خو په وینا که په دې اړه سیمه ییزه همغږي نه وي، د سولې خبرې به ستونزمنې شي.
په دې غونډه کې له هغو مشرانو مننه وکړه او زیاته کړې یې ده، چې له شانګهای ټولنې سره د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په واک کې سولې لپاره ګډ کار ته سترګې په لار دی.
افغان ولسمشر وايي، نړیواله تجربه ښيي چې د اوږدې مودې شخړو سوله ییز حل ګاونډیو هېوادو ته ډېره اقتصادي ګټه لري.
د یاد سازمان مشرانو د غونډې په وروستۍ ورځ ټینګار وکړ چې ټول به د سیمې د امنیت د ښه کېدو لپاره کار کوي او همکاري به زیاتوي.
د یادونې ده، چې د روسیې، چین او د منځنۍ اسیا د جمهوریتونو مشران له بشکېکه پرون تاجکستان ته ولاړل او نن به په تاجکستان کې نن د اسیا د تعامل او باور جوړولو سازمان په غونډه کې ګډون وکړي.
دغه ناستې ته د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم ورغلي، چې په کې به د افغان سولې، د سیمې ثبات، اقتصادي پرمختګ، له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې او دغه راز له نشه يي توکو د مخینوي په برخه کې وینا وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل