سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې ۸ تنه وسله وال طالبان نیول شوی، چې دوه تنه په کې د کوټې شورا غړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزی ویلي په نیول شویو کسانو کې دوه تنه د طالبانو د کوټې شورا غړي، پنځه تنه جنګي طالبان او یو هم غلکچي بریدکوونکی شامل دی.
د بارکزي په وینا د کوټې شورا نیول شویو غړو په کندهار کې ملي او پوځي چارواکو ته د مرګ ګواښونه کول، خو دا چې څه وخت نیول شوي، په اړه یې څه نه دي ویلي.
طالبانو هم تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورخبري آژانس:کابل