۰
امریکايي سناتور:

د افغانستان د ثبات او له طالبانو د پاکستان د نه ملاتړ لپاره باید ډیورنډ رسمي پوله شي

شنبی ۲۵ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۳
د امریکا د کانګرېس د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړي براد شیرمن ویلي، د دې لپاره چې پاکستان د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي او افغانستان ثبات ته ورسېږي، ډېورنډ باید رسمي پوله شي.
د افغانستان د ثبات او له طالبانو د پاکستان د نه ملاتړ لپاره باید ډیورنډ رسمي پوله شي
د امریکا د کانګرېس د بهرنیو اړیکو د کمېټې  غړي براد شیرمن ویلي، د دې لپاره چې پاکستان د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي او افغانستان ثبات ته ورسېږي، ډېورنډ باید رسمي پوله شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه امریکايي سناتور ټینګار کړي، چې د دې کار لپاره باید ټوله نړۍ باید د ډیورند کرښه د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي سرحد په توګه په رسمیت وپېژني.

د هغه په وینا پاکستان له دې وېرېږي چې متحد افغانستان به یې پر خاوره ادعا وکړي، په ځانګړي ډول په داسې وخت کې چې اسلام آباد تر ډېره له هند سره بوخت دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستان د آرامولو او له یوه پیاوړي او هوسا افغانستان نه د هغه د ملاتړ لپاره په کار ده چې د ډیورنډ د په رسمیت پېژندلو لپاره نړیوال ملاتړ پیدا شي.

دی وايي، وبه وګوري چې د ټولې نړۍ له لوري د دې کرښې د په رسمیت پېژندلو لپاره په ملګرو ملتونو کې څه کولی شي، تر څو افغانستان او پاکستان ته واضیح شي چې همدا کرښه یې رسمي سرحد دی او له دې پرته چې افغانستان د خپلې خاورې د پراختیا لپاره فرصت ته وګوري، دواړه هېوادونه په سوله کې ژوند کولی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي