۰
ولسمشر غني د شانګهای په غونډه کې!

ترهګر د ټولې سیمې لپاره ګواښ دي، د افغان سولې د پاشل کېدو مخه باید ونیسو

شنبی ۲۵ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۶
د شانګهای غړو هیوادونو په نولسمه ناسته کې د سیمې هیوادونو مشرانو په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي لپاره د پیل شویو هڅو ملاتړ وکړ.
ترهګر د ټولې سیمې لپاره ګواښ دي، د افغان سولې د پاشل کېدو مخه باید ونیسو
د شانګهای غړو هیوادونو په نولسمه ناسته کې د سیمې هیوادونو مشرانو په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي لپاره د پیل شویو هڅو ملاتړ وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان ولسمشر غني په دغه ناسته کې ویلي، چې د افغانستان د سولې د هڅو د پاشل کېدو د ګواښ مخنیوي لپاره باید یوه سیمه ییزه او نړیواله اجماع جوړه شي.

د هغه په وینا  ترهګریزې شبکې د ټولې سیمې په زیان دي نو ځکه په افغانستان کې د سولې توافق رامنځ ته کېدل له سیمه ییزې اجماع پرته ستونزمن دی.

ښاغلی غنی وایي، د سولې خبرو د بریا لپاره باید د سیمې له یوشمېر هیوادونو سره د طالبانو اړیکې قطع او د افغان سولې لپاره په ګده هڅې وشي.

ولسمشر غني زیاته کړې له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره باید داسې منظم چارچوب رامنځ ته شوي چې د سیمې ټول هیوادونه پکې شامل وي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د افغان کړکېچ د سیاسي اواري لپاره د امریکا پر ژمنتیا او هلو ځلو باور لري، خو په وینا که په دې اړه سیمه ییزه همغږي نه وي، د سولې خبرې به ستونزمنې شي.

په دې غونډه کې له هغو مشرانو مننه وکړه او زیاته کړې یې ده، چې له شانګهای ټولنې سره د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په واک کې سولې لپاره ګډ کار ته سترګې په لار دی.

افغان ولسمشر وايي، نړیواله تجربه ښيي چې د اوږدې مودې شخړو سوله ییز حل ګاونډیو هېوادو ته ډېره اقتصادي ګټه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي