۰
نیکولاس کي:

د سولې ښه فرصت دی، طالبان دې بین الاافغاني خبرو ته حاضر شي

شنبی ۲۵ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۴
د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی نیکولاس کي وايي، د سولې لپاره ښه فرصت رامنځ ته شوی او طالبان باید بین الاافغاني خبرو ته غاړه کېږدي.
د سولې ښه فرصت دی، طالبان دې بین الاافغاني خبرو ته حاضر شي
د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی نیکولاس کي وايي، د سولې لپاره ښه فرصت رامنځ ته شوی او طالبان باید بین الاافغاني خبرو ته غاړه کېږدي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي پرون جمعه د غبرګولي ۲۴ مه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، اوسنۍ وضعیت په تېرو ۴۰ کلونو کې د سولې لپاره یو ښه فرصت دی.

د هغه په وینا په افغانستان کې نور تاوتریخوالی پای ته رسول غواړي او له دغه فرصت څخه په ګټنې طالبان باید د سولې بین الاافغاني خبرو ته حاضر شي.

د ناټو ملکي استازی زیاته کړې،، چې ناټو په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره له افغان حکومت او افغانانو سره له نږدې کار کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازی چې دا مهال په کابل کې دی، ښايي په نېږدې راتلونکې کې قطر ته ولاړ شي او د طالبانو له استازو سره اووم پړاو خبرې پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي