۰
ولسمشر غني:

دیني علما د نظام په پیاوړتیا کې اساسي رول لري

پنجشنبه ۲۳ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۷
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، په هېواد کې د وینې تویولو مسوولیت د هغو کسانو په غاړه دی چې د سولې، د علماو د اجماع او د حرمین شریفین د خطبو برحق غږونه نه مني.
دیني علما د نظام په پیاوړتیا کې اساسي رول لري
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، په هېواد کې د  وینې تویولو مسوولیت د هغو کسانو په غاړه دی چې د سولې، د علماو د اجماع او د حرمین شریفین د خطبو برحق غږونه نه مني.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن پنشنبې د غبرګولي ۲۳ مه قرغیزستان ته تر روانېدو وړاندې ارګ کې د افغانستان د یو شمېر دیني عالمانو سره په ناسته کې وکړې.

ولسمشر غني د علماو تر څرګندونو اورېدو وروسته و ویلو چې د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په غونډه کې به د دې سازمان د غړو هېوادونو له رهبرانو سره پر دوه اړخیزو اړیکو او د سولې لپاره پر سیمه ییزې اجماع خبرې وکړې.

ښاغلي غني د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې د دیني علماو برحقه دریځ وستایه او وې ویل، موږ جنګ نه غواړو او تل مو د سولې غږ پورته کړی.

هغه و ویل«موږ سولې او خلکو ته د خدمت په برخه کې شاتګ نه کوو او د بندیانو د خلاصون په اړه مو ستاسو او د سولې مشورتي لویې جرګې غوښتنه ومنله، اکثریت خوشې شوي بندیان به د سولې سفیران شي او بیا به جنګ ته ونه ګرځي.»

نوموړي ټینګار وکړ، چې په هېواد کې د روانې ناامنۍ او وینې تویولو مسوولیت د هغو کسانو په غاړه دی چې د سولې، د علماو د اجماع او د حرمین شریفین د خطبو برحق غږونه نه مني.

ښاغلي غنی له دیني عالمانو وغوښتل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د شفافو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره خپل غږ ورسوي.

ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې د فقر پر لمنځه وړلو، د ارشاد حج او اوقاف وزارت علماو ته پر زیاتې پاملرنې او په ټول هېواد کې د جوماتونو پر بیارغاونېاو جوړولو او د اوبو پر مدیریت ټینګار وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي