۰
امریکايي جنرال:

افغانستان کې داعش ګواښ دی، غواړي پر امریکا برید وکړي

پنجشنبه ۲۳ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۱
د امریکايي استخباراتي چارواکو تر اندېښنې وروسته د امریکا پوځیانو هم په افغانستان کې د داعش د فعالیت پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او دا ډله یې د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو لپاره سترګواښ بللی دی.
افغانستان کې داعش ګواښ دی، غواړي پر امریکا برید وکړي
د امریکايي استخباراتي چارواکو تر اندېښنې وروسته د امریکا پوځیانو هم په افغانستان کې د داعش د فعالیت پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او دا ډله یې د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو لپاره سترګواښ بللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وړمه ورځ د امریکا یوه لوړ پوړي استخباراتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې داعش د افغانستان په ختیځ او شمال ختیځ کې فعالیتونه زیات کړي او په جلب و جذب بوخت دي.

تر دغه څرګندونو وروسته د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال فرانک مکنزي هم پرون ویلي، چې داعش ډله امریکا ته یو جدي ګواښ دی.

نوموړي ویلي، د امریکا د ترهګرۍ ضد هڅو تر اوسه دغه سخت دریځه ډله دومره نه ده، ځپلې چې له بریدونو کولو ولوېږي.

جنرال مکنزي چې د جرمني په یوه پوځي اډه کې له خبریالانو سره خپلې کولې و ویل تر هغو چې داعش ډله د امریکا تر فشار لاندې وي، د امریکا په خاوره کې بریدونه نه شي کولی.

د هغه په وینا په افغانستان کې داعش ډېر لېواله دی چې پر متحدو ایالاتونو حمله وکړي، خو دوی دا مسئله درک کړې چې دا ډله تر هغو چې پرې فشاروي دا کار نه‌شي کولای.

مکنزي په ‌دې باور دی چې داعش تر اوسه له افغانستانه د خپل فعالیت ساحه نه‌ده پراخه کړې خو دا مسئله د جدي اندیښنې وړ ده.

هغه زیاته کړه، داعش د افغانستان په ختیځ کې ډېره فعاله ده او پر وړاندې یې پوځي عملیاتو تر اوسه سمه نتیجه ن ‌ده ورکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي