۰

د تخار خواجه غار ولسوالي له طالبانو پاکه شوې

پنجشنبه ۲۳ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۳
دفاع وزارت وايي، د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ له لاسه تللې سیمې بېرته افغان ځواکونو نیولې او طالبان یې په شاه تمبولي دي.
د تخار خواجه غار ولسوالي له طالبانو پاکه شوې
دفاع وزارت وايي، د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ له لاسه تللې سیمې بېرته افغان ځواکونو نیولې او طالبان یې په شاه تمبولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو پرون چهارشنبې د غبرګولي ۲۲ مه د دغه ولسوالۍ په مرکز برید وکړ، چې وروسته یې پر خواله رسنیو هغه ویډیو هم خپره کړه، چې په کې طالبان د ولسوالۍ په بازار کې ښکارېدل.

طالبانو ادعا وکړه، چې دغه ولسوالي یې ولکه کړې، خو هغه مهال کورنیو چارو وزارت د طالبانو دغه ادعا رد او ویې ویل، چې طالبانو ته یې ماته ورکړې.

دفاع وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یادې ولسوالۍ له لاسه وتلې سیمې افغان ځواکونو نیولې او طالبان یې ترې پاک کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، طالبان له سخت مقاومت سره تر مخ کېدو وروسته مات او پر شاه تمبول شوي دي.

وزارت زیاته کړې، چې په دې جګړه کې ۲۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه راز دوه سیمه ییز پولیس وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي