افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د قرغیزستان پلازمېنې بېشکیک ته روان شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، ولسمشر غني او ورسره پلاوی نن پنشنبې د غبرګولي ۲۳ مه سهار بېشکیک ته روان شوی دی.
بېشکیک ته د ولسمشر غني د سفر موخه د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هیوادونو د مشرانو ناسته کې د ګډون او وینا ده.
ارګ وايي، ولسمشر به د شانګهای همکاریو سازمان ناسته کې د وینا ترڅنګ د دې ناستې په څنډه کې د یاد سازمان د غړو هیوادونو یو شمېر مشرانو او استازو سره هم وګوري.
د یادونې ده، چې د شانګهای سازمان د همکارۍ غونډه به د جون په ١٣ او ١۴ نیټه په بشکیک کې ترسره شي چې پکې د سیمې ملکونو مشران گډون کوي.
دې غونډې ته د پاکستان او هند د صدراعظمانو هم ورځي خو داسې ویل شوي، چې نریندرا مودي به له عمران خان سره ونه ګوري.
جمهورخبري آژانس:کابل