۰

د میدان وردګو د سیمه ییزه پولیسو قوماندان وژل شوی دی

چهارشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۴
امنیتي چارواکي وایي، د میدان وردګو ولایت د سیمه ییزه پولیسو قوماندان یوسف ستانکزی د خپل یوه ساتونکي سره د طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی.
د میدان وردګو د سیمه ییزه پولیسو قوماندان وژل شوی دی
امنیتي چارواکي وایي، د میدان وردګو ولایت د سیمه ییزه پولیسو قوماندان یوسف ستانکزی د خپل یوه ساتونکي سره د طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چارواکو په وینا دغه قوماندان او ساتونکی یې پرون سه شنبې د غبرګولي ۲۱ مه د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د طالبانو د برید پر مهال وژل شوی دی.

د میدان وردګو امنیه قوماندان جنرال ویس صمیم وايي، طالبانو په سیدآباد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر اکمالاتي کاروان برید کړي، چې په کې د سیمه ییزه پولیسو قوماندان یوسف ستانکزی او د هغه ساتونکی وژل شوي دي.

نوموړي په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

طالبانو هم د دغه برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:میدان وردګ
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي