امنیتي چارواکي وایي، د میدان وردګو ولایت د سیمه ییزه پولیسو قوماندان یوسف ستانکزی د خپل یوه ساتونکي سره د طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چارواکو په وینا دغه قوماندان او ساتونکی یې پرون سه شنبې د غبرګولي ۲۱ مه د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د طالبانو د برید پر مهال وژل شوی دی.
د میدان وردګو امنیه قوماندان جنرال ویس صمیم وايي، طالبانو په سیدآباد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر اکمالاتي کاروان برید کړي، چې په کې د سیمه ییزه پولیسو قوماندان یوسف ستانکزی او د هغه ساتونکی وژل شوي دي.
نوموړي په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
طالبانو هم د دغه برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
جمهورخبري آژانس:میدان وردګ