۰

ناپېژانده وسله والو ننګرهار کې یو دیني عالم وژلی دی

چهارشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۱
سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په ننګرهار ولایت کې یو دیني عالم او د جامع جومات ملا امام په ډزو وژلی دی.
ناپېژانده وسله والو ننګرهار کې یو دیني عالم وژلی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په ننګرهار ولایت کې یو دیني عالم او د جامع جومات ملا امام په ډزو وژلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن چهارشنبې د غبرګولي ۲۲ مه د ننګرهار ولایت د خېوې ولسوالۍ د قلعټک په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي وایي، وژل شوی دیني عالم مولوي صفي الله حنفي نومېږي او د قلعټک جامع جومات امام وو.

د هغه په وینا مولوي صفي الله حنفي نن سهار د لمانځه لپاره جومات ته په لار و، چې وسله والو پرې ډزې کړې او وژلی یې دی.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې لسګونه دیني عالم د ناپېژانده وسله والو په مخامخ بریدونو او چاودنو کې وژل شوي، خو تر اوسه یې نه مسوولیت چا اخیستی او نه یې هم قاتلین معلوم شوي دي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي