۰

غزني: دوه ترافیکي پېښو ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

چهارشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۷
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، غزني ولایت کې د دوه جلا ترافیکي پېښو له امله ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
غزني: دوه ترافیکي پېښو ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، غزني ولایت کې د دوه جلا ترافیکي پېښو له امله ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دواړه پېښې پرون سه شنبې د غبرګولي ۲۱ مه سهار مهال د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې دي.

د غزني د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد خان سیرت وايي، لومړي د کابل – کندهار پر لویه لار د ګیلان ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د یوه ۴۰۴ بس او یوه سراچه موټر ټکر وشو.

نوموړی وايي، په دغه پېښه کې پنځه تنه مړه شوي او یو بل ټپي شوی دی.

دغه راز هغه زیاته کړې، چې دوهم پېښه د همدې ولسوالۍ د شبهاز په سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې خلکو د تیلو یو ټانکر خالي کولو او هغه اور واخیست.

سیرت زیاتوي، په دغه پېښه کې لس تنه ټپیان شوي، چې د امنیتي ځواکونو له لوري روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي او روغتیایي وضعیت یې د اندېښنې وړ نه دی.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي