۰
د هوایي چلند ملکي اداره:

ژر به پاکستان خپل هوایي حریم د افغانستان پر مخ پرانیزي

چهارشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۰
د هوایي چلند ملکي اداره وایي، ژر به پاکستان خپل هوایي حریم د افغانستان پر مخ پرانیزي او د جمو او کشمیر له لارې به هند ته د افغانستان پروازونه پیل شي.
ژر به پاکستان خپل هوایي حریم د افغانستان پر مخ پرانیزي
د هوایي چلند ملکي اداره وایي، ژر به پاکستان خپل هوایي حریم د افغانستان پر مخ پرانیزي او د جمو او کشمیر له لارې به هند ته د افغانستان پروازونه پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاده اداره زیاتوي، چې د رهبري په کچه د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ خبرو له امله پاکستان پر افغانستان ځینې محدودیتونه لرې کړي دي.

د یادې ادارې په وینا پاکستان به د جون میاشتې تر څوارلسمې نیټې پورې خپل هوایي حریم د افغان الوتنو پر مخ پرانیزي او د جمو او کشمیر له لارې به هند ته د افغانستان پروازونه پیل شي.

باید و ویل شي، چې له تېرو څلورو میاشتو راهیسي د پاکستان هوایي حریم د افغان الوتنو پر مخ تړل شوی دی.

دغه ادارې ویلي د همدې ستونزې له امله افغانستان شاوخوا ۲۰ میلیونه ډالر زیان کړی دی.

د یادونې ده، پاکستان پر افغانستان دغه هوايي لار د هند او پاکستان تر منځ د کړکېچ له زیاتېدو وروسته وتړله خو له هغې وروسته یې څو ځلې د پرانستلو ژمنه وکړه، ولې عمل یې پرې ونه کړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي