۰

المان د افغان مهاجرو د ایستلو په اړه غونډه کوي

چهارشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۰
ټاکل شوې د آلمان د کورنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې افغانستان ته د مهاجرو د اخراجولو د زیاتوالي په اړه بحث وشي.
المان د افغان مهاجرو د ایستلو په اړه غونډه کوي
ټاکل شوې د آلمان د کورنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې افغانستان ته د مهاجرو د اخراجولو د زیاتوالي په اړه بحث وشي.

خو د نیدرساکسن ایالت د کورنیو چارو وزیر د افغانستان امنیتي وضعیت ته په پام کې نیولو سره دا یوه تیروتنه بللې ده. د د جمهورخبري آژانس د خبر له مخې افغانستان ته د مهاجرو د اخراج موضوع به د آلمان د کورنیو چارو د ایالتي وزیرانو د کنفرانس د بحث مهم ټکی وي.

د یوه پریکړه لیک د مسودې پر اساس ویل کېږي چې افغانستان ته به د مهاجرو اخراجول دوام پيدا کړي او دا به یوازې د هغو کسانو پورې محدود نه وي چې جرم یي ترسره کړی وي او یا يې د خپل هویت په تثبیت کې همکاري نه وي کړي.

پر همدې مهال د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې ادارې د افغانستان خطرناک امنیتي وضعیت له کبله دغه هیواد ته د مهاجرو پر اخراجونو سخته نیوکه کړې.

دغه ادارې ويلي وو، اوسمهال افغانستان ته د مهاجرو اخراج يو غولونکی عمل دی او دغه هېواد ته باید يوازې په استثنايي توګه مهاجر بيرته ولېږدول شي.

د دغه ادارې د آلمان استازي دومينک بارتش، ویلي، په افغانستان کې امنيتي وضيعت په دې وروستيو کې خراب شوی دی.

د نوموړي په نظر افغانستان ته د رد شويو مهاجرو بېرته ستنول بايد په استثنايي مواردو کې ترسره شي.

دی وايي، هغه وخت اوس تېر شوی دی چې له خطر سره مخ افغانانو به په کابل کې ځان خوندي احساساوه او له هېواد څخه د وتلو اړتيا به یې نه ليدله.

د ملګرو ملتونو له ګډوالو سره د مرستې ادارې د آلمان استازي دومينک بارتش د مهاجرو د اخراج د پريکړې له سره د ارزونې غوښتنه کړې.

د هغه په وینا د پناه هر غوښتنليک بايد په دقيق ډول و ارزول شي، پرته له دې چې وړاندې کوونکی یې د کوم هېواد سره تړاو لري او دا خبره تر بل هر هېواد زياته د افغانستان له پاره مهمه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي