۰

د امریکا سفیر د طالب بندیانو د خوشې کېدو هرکلی کړی دی

چهارشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۴
کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر جان باس د افغان حکومت له خوا د یو شمېر طالب بندیانو د خوشي کېدو ستانیه او هرکلی کړی دی.
د امریکا سفیر د طالب بندیانو د خوشې کېدو هرکلی کړی دی
کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر جان باس د افغان حکومت له خوا د یو شمېر طالب بندیانو د خوشي کېدو ستانیه او هرکلی کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان حکومت پرون هم لسګونه طالب زندانیان د ځینو زندانونو آزاد کړل، چې د طالبانو له خوا یې هم هرکلی وشو.

کابل کې د امریکا سفیر جان باس ویلي حکومت د جوړ جاړي لپاره د سیاسي فضا برابرولو هڅه کوي، او په دې برخه کې د طالب زندانیانو خوشي کول یو ښه کار دي.

نوموړي په ټوېټر لیکلي چې دایمي سوله له ټولو خواوو عفوې ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې ده ویلي، چې د طالبانو له زندانونو بندیان نه خوشې کېږي، بلکې د افغانستان امنیتي ځواکونه یې په پوځي عملیاتو کې خوشې کوي.

د امریکا سفیر افغان امنیتي ځواکونه ستایلي چې په وروستیو کې یې سلګونه افغانان له زندانونو ازاد کړي دي.

د یادونې ده، چې پرون طالبانو هم د حکومت له خوا د دوی د یو شمېر کسانو پر خوشي کېدو خوښي وښوده او د دغ بهیر د دوام غوښتنه یې کړه.

باید و ویل شي، چې ولسمشر غني د کوچیني اختر په ورځ د هېواد له ځینو زندانونو د ۸۸۷ زندانیانو د خوشي کېدو اعلان وکړ.
طالبانو ویلي په خوشې کېدونکو کسانو کې ۲۶۱ تنه  طالبانو غړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي