۰
افغان کرکټ بورډ کې تازه بدلونونه،

انډي مولز او مجاهد ځدراڼ د غواړي کمېتې مشران ټاکل شوي

سی شنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۱
د افغانستان کرکټ بورډ کې د تازه بدلونو په ترڅ کې د دولت احمدزي او پاچا حسین پر ځای اندي مولز او مجاهد ځدراڼ ټاکل شوي.
انډي مولز او مجاهد ځدراڼ د غواړي کمېتې مشران ټاکل شوي
د افغانستان کرکټ بورډ کې د تازه بدلونو په ترڅ کې د دولت احمدزي او پاچا حسین پر ځای اندي مولز او مجاهد ځدراڼ ټاکل شوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اندي مولز چې د انګلستان دی تر دې وړاندې د افغانستان د نولس کلونو لوبډلې روزونکی او پاچا حسین بیا د کورني کرکټ په برخه کې فعالیت درلود.

د بورډ مشر عزیز الله فضلي نن سه شنبې د غبرګولي ۲۱ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال په کرکټ بورډ کې د دغه نویو ټاکنو اعلان وکړ.

نوموړي چې له دې وروسته به انډي مولز او مجاهد ځدراڼ د غوراي کمېتې مشران وي او د دوی له خوا به ملي او الف لوبډلو ته لوبغاړي ټاکل کېږي.

دغه راز فضلي زیاته کړه، چې د کرکټ بورډ د مخکنیو غړیو، د حکمت خلیل کرزي، اکلیل حکیمي، سید منصور سادات نادري او احمدشاه سنګین پر ځای د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ نور ساپۍ، د ولسمشر سلاکار ضياءالحق امرخېل، پاکستان کې افغان سفیر شکراالله عاطف مشعل او د ښارجوړونې سرپرست وزیر احمد جواد پیکان د بورډ غړي معرفي شول.

د کرکټ بورډ ریس همدارنګه د دغه بورډ د اجرائیه رییس د څوکۍ په اړه و ویل، چې د نړیوال جام تر پای ته رسېدو پورې به اوسنی سرپرست اجرائیه رییس خپله دنده مخ ته وړي او تر هغې وروسته به د دغه پوست د ټاکلو لپاره یوه کمېټه رامنځ ته او هغه به یو کس غوره کړي.

فضلي ټينګار وکړ، چې د بورډ اداره د افغانستان د کرکټ د ودې لپاره تر خپله وسه هڅه کوي، او دغه راز به دا ځل د افغان پرېمرلیګ لوبې هم په ښه او شفافه توګه تر سره شي.

په کرکټ بورډ کې له نویو بدلونو داسې ښکاري، چې د افغانستان د کرکټ په لوبډله کې انقلابي بدلون را روان دی.

د انډي مولز په تاکلو جوتېږي، چې بورډ د لوبغاړو د فیټنس ازموینه حتمې کړي، ځکه مولز چې له دې وړاندې د افغان لوبډلې روزونکی وو نو له لوبغاړو سره یې په فیټنس ډیر کړکېچ روان وو.

د ځینو اوسنیو لوبغاړو لپاره د ملا دردونه، د پښو تکلیفونه، او ډیر وزن مهمې ننګونې بلل کېږي او که چېرې د فیټنس ازموینه حتمي شي، ښایي ډېر مجرب لوبغاړي د همدې ستونزې له کبله ونه شي کولي ملي ټیم ته لار و مومي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي