د پاکستان د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري په ګډون یو شمېر لوړ پوړي چارواکي په مالي فساد او د پیسو سپینولو په تور نیول شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې زرداري او یو شمېر نور چارواکي پرون دوشنبې د غبرګولي ۲۰ مه د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د روانې جون میاشتې تر دیرشمې نېټې ولس ته وخت ورکړی چې خپلې پانګونې ثبت کړي.
نوموړي ویلي و چې حکومت په بهرنیو هېوادونو کې د پاکستانیانو د پانګونې، بانکي او بې نومه حسابونو په هکله معلومات لري او ولس دې د جون تر دېرشمې نیټې پورې خپلې پانګونې ثبت کړي.
عمران خان زیاته کړې چې پاکستان د هغو هېوادونو په کتار کې راځي چې ولس یي تر ټولو لږه مالیه ورکوي.
تر دې وروسته د پاکستان د فساد ضد ادارې ویلي، چې د محکمې له خوا د ضمانت غوښتنې تر ردېدو وروسته د اپوزيسيون د مشر او پخواني ولسمشر آصف علي زرداري، د نيولو هڅه کوي.
پر زرداري او خور یې د تورو پېسو د سپينولو په موخه د جعلي بانکي حسابونو د لرلو تورونه لگول شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل