سیمه ییز چارواکي وايي، د افغان پوځ یوې چورلکې په زابل ولایت کې بېړنۍ ناسته کړې، خو عملې ته یې کوم زیان نه دی رسېدلي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال زیاتوي، چې چورلکې د زابل ولایت په شهرصفا ولسوالۍ کې بېړنۍ ته کړې.
د هغه په وینا چورلکې د تخنکي ستونزې له کبله بېړنۍ ناستې ته اړ شوې او عملې ته یې زیان نه دی رسېدلی.
د زابل د والي ویاند زیاتوي، چې سیمې ته د پوځ ځواکونه رسېدلي دي.
بل خوا طالبانو ادعا کړې، چې چورلکه دوی رانسکوره کړې خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:زابل