۰

ملي امنیت د حقاني شبکې د ۱۲ قوماندانو د وژل کېدو خبر ورکړی

دوشنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۹
د ملي امنیت لوی ریاست وایي، خوست ولایت کې د حقانې شبکې پر مرکزونو هدفي عملیات تر سره شوي، چې په ترڅ کې یې د یادې شبکې ۱۲ قوماندانان او سرګروپان وژل شوي دي.
ملي امنیت د حقاني شبکې د ۱۲ قوماندانو د وژل کېدو خبر ورکړی
د ملي امنیت لوی ریاست وایي، خوست ولایت کې د حقانې شبکې پر مرکزونو هدفي عملیات تر سره شوي، چې په ترڅ کې یې د یادې شبکې ۱۲ قوماندانان او سرګروپان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي امنیت ریاست نن دوشنبې د غبرګولي ۲۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه عملیات تېره ورځ د خوست په صبریو ولسوالۍ کې د حقاني شبکې پر مزکونو شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د یادې شبکې وژل شویو قوماندانانو به تخریبي او ترهګرو فعالیتونو کې او نورو تروریستي ډلو ته د وسلو او مهماتو په لېږد کې لاس درلود.

د ملي امنیت د ریاست د خبرپاڼې په وینا په‌دې عملیاتو کې یو کس ټپي شوی او درې مشکوک کسان له یوه اندازه وسلو او مهماتو سره نېول شوي دي.

حقاني شبکې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي