۰
مایکل روبین:

په پاکستان له فشار پرته افغانستان کې سوله امکان نه لري

دوشنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۰
د امریکن انټرپرایز انستیتیوت څېړونکی مایکل روبین وايي، تر چې په پاکستان فشار نه وي راوړل شوی، په افغانستان کې د امریکا د سولې هڅې نتیجه نه ورکوي.
په پاکستان له فشار پرته افغانستان کې سوله امکان نه لري
د امریکن انټرپرایز انستیتیوت څېړونکی مایکل روبین وايي، تر چې په پاکستان فشار نه وي راوړل شوی، په افغانستان کې د امریکا د سولې هڅې نتیجه نه ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې روبین دغه څرګندونې په یوه لیکنه کې چې په نشنل انترست خپرونه کې خپره شوې کړې  او ویلي یې دي، د دې لپاره چې په افغانستان کې د امریکا د سولې هڅې نتیجه ورکړي باید امریکا پر پاکستان فشار راوړي څو همکارۍ ته تیار شي.

 نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان د ثبات او د دې هېواد له خاورې څخه د تروریستي ډلو د کار اخیستو د مخنیوي لپاره د پاکستان سیاسي موافقې او ښه نیت ته اړتیا ده.

د روبین لیکنه په نشنل انترست خپرونه کې خپره شوې او په کې راغلي«د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي تر ټولو ستره ستراتیژیکه ستونزه دا ده چې پر دې حقیقت یې ځان ناګاره کړی چې تر څو پاکستان د سختدریځو ډلو له ملاتړه لاس وانخلي، په افغانستان کې سوله ناشونې ده.»

روبین پر پاکستان د فشار د وسیلو یادونه کړې او لیکلي یې دي چې له تروریستي ډلو سره د پراخو اړیکو لرلو په خاطر د پیسو سپینولو د ځانګړې ډلې (FATF) په تور لیست کې د پاکستان د نوم شاملول، له ناټو دباندې د امریکا د ستر متحد په توګه د پاکستان پر نوم د چلیپا کرښه راایستل، د پیسو له نړیوال صندوق څخه د مالي مرستو او له نړیوال بانک څخه د پور اخیستو لپاره له پاکستان سره د امریکا د ملاتړ پای ته رسول او د پاکستان په خاوره کې د افغانستان د وسله والو مخالفانو تعقیبول هغه حربې دي چې اسلام اباد تر فشار لاندې راوستلی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي