۰

ترکیه کې ۲۰ تنه افغان کډوال نیول شوي

دوشنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۱
راپورونه وایي، د ترکیې پولیسو شل ته هغه افغان کډوال نیولي دي چې په غیر قانوني توګه له ایران څخه دغه هېواد ته دننه شوي وو.
ترکیه کې ۲۰ تنه افغان کډوال نیول شوي
راپورونه وایي، د ترکیې پولیسو شل ته هغه افغان کډوال نیولي دي چې په غیر قانوني توګه له ایران څخه دغه هېواد ته دننه شوي وو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ترکي رسنیو خبر ویلي، دغه افغانان نن دوشنبې د غبرګولي ۲۰ مه د ترکیې د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

ویل کېږي دا کډوال لومړی په باش قلعه سیمه کې د پولیسو په قرارګاه کې معاینه شوي او وروسته د یادې سیمي روغتون ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ترکیې تېر کال هم ډېر شمېر هغه کډوال چې د ایران له لارې په غیر قانوني توګه دغه هېواد ته تللي وو بېرته افغانستان ته راولېږل خو د دې کډوال په اړه یې تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي