۰
حمدالله محب:

د امریکا او طالبانو له یوې بدې معاملې اندېښمن و، خو اوس معلومات راکوي

دوشنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۴
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار وايي، د امریکا او وسله والو طالبانو تر منځ په خبرو د افغان دولت اندېښنې تر یوه بریده ځواب شوې او اوس امریکا د دې خبرو په اړه معلومات له افغان دولت سره شریکوي.
د امریکا او طالبانو له یوې بدې معاملې اندېښمن و، خو اوس معلومات راکوي
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار وايي، د امریکا او وسله والو طالبانو تر منځ په خبرو د افغان دولت اندېښنې تر یوه بریده ځواب شوې او اوس امریکا د دې خبرو په اړه معلومات له افغان دولت سره شریکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ډاکتر حمدالله محب په امریکا کې تر سپینو خبرو وروسته چې د امریکا او افغان حکومت تر منځ اړیکو یې څه منفي اغېز وکړ، دغه څرګندونې په یوه تازه مرکه کې کړې دي.

نوموړي په امریکا کې په خپلو خبرو کې پر خلیلزاد نیوکه وکړه او د هغه په مشرۍ له طالبانو سره د امریکايي پلاوی پر خبرو یې شک ښودلی وو.

ده ویلي و خلیلزاد د موقت حکومت په هڅه کې دی تر څو یې په سر کې دی نو ځکه له افغان حکومت سره سلا مشورې نه کوي او معلومات نه ورکوي.

د محب دغه څرګندونې د امریکا او افغانستان تر منځ اړیکې لږ څه خړې کړې او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سمدستي و ویل، چې پر خلیلزاد برید د امریکا په بهرنیو چارو وزارت برید دی.

ښاغلي محب د همدې خبرو په اړه د پوښتنې په ځواب کې و ویل«موږ د امریکا او طالبانو تر منځ له یوې بدې معاملې وېرېدو، اندېښمن و، خو اوس تر یوه بریده دا موضوع حل شوې، اړیکې ښې شوې او د سولې په تړاو معلومات له موږ سره شریکېږي.»

ده زیاته کړې، چې له امریکا تر راستنېدو وروسته یې کابل کې ولسمشر غني ته و ویل، چې که یې د کار دوام هغه او دولت ته زیان رسوي نو له دندې به استعفا وکړي، خو په وینا یې ولسمشر دا خبر ونه منله.

د ملي امنیت شورا سلاکار وايي، اوس مهال له امریکايي چارواکو سره په ناستو او غوندو کې د هغه مرستیال ګډون کوي، خو د ملي امنیت شورا او امریکایي ځواکونو د کار همغږي د پخوا په څېر له ستونزې پرته مخ ته ځي.

ښاغلي محب په دې مرکه کې د پاکستان په اړه هم خبرې کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسي دا مهال په مثبت لوري خوځېدلې او داسې شرایط رامنځ ته شوي، چې پرې د کابل او اسلام آباد اړیکې ښې شي.

هغه پاکستان ته خپل وروستۍ سفر ګټور بللی او ویلي یې دي، د پاکستان د پوځ له مشر جنرال باجوه سره خبرو کې ورته څرګنده شوه، چې هغوی په اقتصادي دلایلو په افغانستان کې سولې ته لېواله دي.

خو ټینګار یې وکړ، چې پاکستان اوس هم له طالبانو ملاتړ کوي او د پاکستان اندېښنو او غوښتنو ته په نه پاملرنې سره له طالبانو سره سوله امکان نه لري.

د ملي امنیت شورا سلاکار دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له یوې خوا خلیلزاد د سولې په تړاو خپل اووم سفر پیل کړې او له بل پلوه ټاکل شوې ولسمشر غني په څو راتلونکو ورځو کې پاکستان ته ولاړ شي.

ولسمشر غني د اسلامي همکاریو سازمان د ناستې په څنډو کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم کتلي و او خبرې یې ګټورې بللې وې.

خو کابل ته تر راستنېدو وروسته یې د اختر په ورځ په یوه پیغام کې و ویل، چې نور په خبرو څه نه تر لاسه کېږي او وخت دې عمل دی، چې باید عمل وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي