۰

هلمند:د موټر چپه کېدو پېښه کې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

یکشنبه ۱۹ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۳
سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د یوې ترافیکې پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
هلمند:د موټر چپه کېدو پېښه کې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله واوښته
سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د یوې ترافیکې پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن یکشنبې د غبرګولي ۱۹ مه د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې یو موټر نهر ته لوېدلی دی.

د ګریشک ولسوال مولاداد توبګار وايي، دغه کسان له یوه واده څخه خپل کور ته روان و، چې مازدا موټر یې د بغرا نهر ته ولېدوه.

د هغه په خبره په دې پېښه کې موټر چلوونکی، پنځه ماشومان او ښځې مړه شوي او شپږ تنه نور ژوبل شوي دي.

نوموړي د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل د موټر چلوونکی بې احتیاطي بللې ده.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي