۰

کرکټ: افغانستان خپله درېیمه لوبه هم وبایلله

یکشنبه ۱۹ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۵
د ۲۰۱۹ پنځوس اوریزه نړیوال جام کرکټ په سیالیو کې افغانستان خپله درېیمه لوبه هم وبایلله.
کرکټ: افغانستان خپله درېیمه لوبه هم وبایلله
د ۲۰۱۹ پنځوس اوریزه نړیوال جام کرکټ په سیالیو کې افغانستان خپله درېیمه لوبه هم وبایلله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان درېیمه لوبه له نیوزیلنډ سره وه، چې پرون شنبې د غبرګولي ۱۸ مه د انګلستان په ټانټن لوبغالي کې تر سره شوه.

د لوبې پچه یا ټاس نیوزیلنډ لوبډلې وګاټه او افغانستان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، چې افغان لوبډلې په ۴۱ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۲ منډې وکړې.

د افغانستان د توپ وهنې پیل خورا ښه و، نورعلي ځدران ۳۱ او حضرت الله ځاځي ۳۶ منډې وکړې، خو تر هغې وروسته د پرلپسې ویکټو غورځېدو افغان لوبډله تر زیات فشار لاندې کړه.

په توپ وهنه کې له نور علي او حضرت الله ځاځي وروسته حشمت الله شهیدي هم خورا ښه توپ وهنه وکړه او ۵۰ منډې یې وکړې، خو دا چې افغانستان ۹ ویکټې له لاسه ورکړې وې نو هغه هم تر ډېر فشار لاندې و.

د نیوزیلنډ له توپ اچوونکو یوه تن پنځه او بل یې هم څلور افغان لوبغاړي وسځول.

دغه راز د توپ اچونې په برخه کې د افغانستان پیل هم خورا ښه و، افتاب علم تر ۱۰ اور پورې د نیوزلند دوه ویکټې غورځولې وې خو تر هغې وروسته د نیوزیلنډ لوبډل مشر ویلسم او ټایلر په زړه پورې توپوهنه وکړه.

نیوزیلنډ په ۳۵ اور کې ورکړی شوی هدف پوره او دغه لوبه یې له افغانستان څخه د ۷ ویکټو او ۱۵ اورونو په توپیر وګټله.

د یادونې ده، چې افتاب علم په پرونی لوبه کې یوازینې لوبغاړی وو چې درې نیوزلنډي لوبغاړي یې وسوځول خو بل کوم افغان بالر ونه توانېده، چې ویکټه تر لاسه کړي.

باید و ویل شي، چې افغانستان له دې وروسته، له هانګلستان، هندوستان، پاکستان، بنګلدېش، او ویسټ انډیز سره هم یوه یوه لوبه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي