امریکا ترکیې ته ګواښ کړۍ، که له روسیې د اېس ۴۰۰ توغنديو ضد دفاعي سيستم واخلي، نو دوی به اف ۳۵ جنګي الوتکې ورنه کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکا خبرداری ورکړی، چې د دې سیستم په اخستو سره به دوی ترکیه د اف ۳۵ جنګي الوتکو له پروګرامه په بشپړ ډول وباسي.
خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان بیا له روسیې د اېس ۴۰۰ توغنديو ضد دفاعي سيستم پر اخیستنې ټینګار کوي او وايي، دوی به له روسیې سره دغه معامله وکړي.
باید و ویل شي، امريکا ترکيې ته د روان ميلادي کال د راتلونکې جولای مياشتې تر پايه وخت ورکړی تر څو له روسيې څخه د «ایس ۴۰۰» ډوله توغنديو ضد دفاعي سيستم له اخيستلو د تېرېدو اعلان وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل