۰
د افغان پوځ مشر:

نور په تعرضي حالت کې یو، طالبانو ته به یوه لوېشت ځای هم پرېنږدو

شنبی ۱۸ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۱
د افغان ځواکونو له خوا د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ تر نیولو وروسته د پوځ مشر وايي، افغان ځواکونه به ډېر ژر د طالبانو تر ولکې لاندې ټولې سيمې ونیسي.
نور په تعرضي حالت کې یو، طالبانو ته به یوه لوېشت ځای هم پرېنږدو
د افغان ځواکونو له خوا د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ تر نیولو وروسته د پوځ مشر وايي، افغان ځواکونه به ډېر ژر د طالبانو تر ولکې لاندې ټولې سيمې ونیسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان کمانډو ځواکونه پرون جمعه د غبرګولي ۱۷ مه پر خواجه عمري ولسوالۍ ورمات شول او دغه ولسوالي یې تر یو کلن ځنډ وروسته بېرته له وسله والو طالبانو ونیوله.

د یادې ولسوالۍ تر نیول کېدو وروسته د پوځ مشر ډګر جنرال بسم الله وزیر کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې امنيتي ځواکونو له لاسه د وتلو ولسواليو د نيولو او د لويو لارو د امنيت ټينګښت په موخه تعرضي عمليات پيل کړي دي.

نوموړي د خواجه عمري ولسوالۍ بېرته نیول لویه لاس ته راوړنه وبلله او ویې ویل، چې په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

ښاغلي وزیري ولس ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان یوه لوېښت خاوره به هم وسله والو ته پرېنږدي او په ټول توان به یې وځپي.

د پوځ مشر زیاته کړه«تاسې به په نږدې راتلونکې کې وګورۍ چې یو شمېر نورې ولسوالۍ به هم چې د وسله والو تر کنټرول لاندې دي، بېرته ونیسو.»

هغه پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، او ویې ویل«دا ګز دا میدان، طالبانو ته وایوو چې تاسې عام وګړي په کلینیکونو، جوماتونو او ښارونو کې مه وژنئ، بلکې راشۍ د جګړې ډګر ته او هلته به پوه شو چې څوک د جګړې توان لري.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد هم تر دې یوه ورځ وړاندې دغه ولایت ته د سفر پر مهال ویلي و، چې چې له طالبانو د ولسوالیو له بېرته نیولو وروسته ځانګړي عملیات کېږي.

ښاغلي خالد په فاریاب کې د طالبانو د یوه لوی زندان تر ماتولو وروسته دا هم ویلي و، چې د طالبانو یو زندان به هم خوندي پاتې نه شي او ټول زندانیان به ترې راخوشي کړي.

د یادونې ده، چې د خواجه عمري ولسوالۍ تر نیولو وړاندې افغان ځواکونو ده یک ولسوالي هم له طالبانو نیولې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي