کورنیو چارو وزارت وايي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو عزني ولایت د کې طالبانو د پوځي توکو او مهماتو یوه زېرمه کشف کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن دوشنبي د غبرګولي ۱۳ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، چې ځانګړو ځواکونو تېره شپه د غزني د دهک ولسوالۍ اړوند په سید نظام کلي د طالبانو پر یوه پټنځای عملیات کړي دي.
سرچینه وايي، په دې عملیاتو له دغه پټنځای څخه زرهي خولۍ، مخابرې، پلټونکي توکي، د دهشکې پرزه جات، د امنیتي ځواکونو یونیفورم او چاودېدونکي توکي د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي.
د دې ترڅنګ؛ تېره ورځ د لغمان ولایت د مرکز اړوند په کنجون کلي کې د پولیسو د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پرمهال یو ترهګر وژل شوی او یو عراده موټر سایکل یې د پولیسو لاسته ورغلی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل