د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد د زابل ولایت د امنیتي جاج اخیستو په موخه دغه ولایت ته د سفر په ترڅ کې ویلي، د زابل امنیت تر پخوا ښه شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خالد پرون یکشنبې د غبرګولي ۱۲ مه زابل ته تللی او د دغه ولایت له والي او نورو چاروکو سره یې کتلي.
ښاغلي خالد د والي او امنیتي ځواکونو هڅې وستایلې او ویې ویل، چې زابل کې امنیت بدلون موندلی او د لا امنیت په خاطر یې ځینې پلانونه تر لاسه لاندې دي، چې عملي به شي.
نوموړي وویل، د زابل والي او امنیتي ځواکونو تر منځ همغږي او هڅې د دې لامل شوي چې پهدې ولایت کې امنیتي وضعیت ترپخوا ښه او مثبت بدلون ومومي.
د زابل والي رحمت الله یارمل په ورته وخت کې له اسدالله خالد څخه غوښتنه وکړه چې په امنیتي برخه کې یاد ولایت ته پاملرنه زیاته کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل