سیمه ییز چارواکي وايي، پولیس د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د داعش ترهګرۍ ډلې د جلب او جذب مسوول وژلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه داعشي مسوول پرون شنبې د غبرګولي ۱۱ مه ماښام مهال د پولیسو په یوه سیار چیک پوسټ کې وژل شوی دی.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وایي، وژل شویو داعشي نجیب الله د محمد نعیم زوی او د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د حافظانو د کلي اوسېدونکی وو.
والي زیاتوي، داعشي نجیب الله د ندیم په نوم شهرت درلود او په جلال اباد ښار کې د داعش د جلب وجذب مسوول او هم په ترورستي پيښو کې لاس درلود.
نوموړی وایيو دغه کس په یو سیار چیک پوست کې مخکې له دې چې پولیسو باندې د ریکشا نه ډزې وکړي، پولیسو وواژه.
تر اوسه داعش په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل