۰

نړیوال جام کې د افغان کرکټ لوبډلې لومړۍ ماتې

یکشنبه ۱۲ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۷
د ۲۰۱۹ کال د پنځوس اوریزه لوبو نړیوال جام کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه په استرالیا په داسې حال کې وبایلله، چې د استرالیا یوازې درې لوبغاړي سوځېدلي وو.
نړیوال جام کې د افغان کرکټ لوبډلې لومړۍ ماتې
د ۲۰۱۹ کال د پنځوس اوریزه لوبو نړیوال جام کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه په استرالیا په داسې حال کې وبایلله، چې د استرالیا یوازې درې لوبغاړي سوځېدلي وو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لوبه د انګلستان د برسټل په ښار کې وه چې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ۳۵ اور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته ۲۰۸ منډې هدف ورکړ.

د افغان توپ وهونکو له خوا نجیب الله ځدراڼ ۵۱، رحمت شاه ۴۳، ګلبدین نایب ۳۱ او راشد خان ۲۷ چټکې منډې وکړې، خو نور ټول لوبغاړي په کمو منډو وسوځېدل.

د استرالیا د توپ وهنې پیل خورا ښه او ویې کولی شول، چې په ۳۵ اور کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره ورکړل شی هدف پوره او لوبه له افغانستان څخه وګټي.

په توپ اچونې کې راشد خان، مجیب الرحمان او ګلبدین یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

باید و ویل شي، چې افغانستان دوهمه لوبه له سریلانکار سره لري، چې د راتلونکې سه شنبې په ورځ به د ماسپښین دوه نیمې بجې پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي