۰

د ننګرهار له زندانه ۱۲۰ تنه خوشې شول

یکشنبه ۱۲ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۵
سیمه ییز چارواکي وايي، د ولسمشر غني د ځانګړي فرمان له مخې د ننګرهار له محبسه ۱۲۰ تنه له بنده خوشې شول.
د ننګرهار له زندانه ۱۲۰ تنه خوشې شول
سیمه ییز چارواکي وايي، د ولسمشر غني د ځانګړي فرمان له مخې د ننګرهار له محبسه ۱۲۰ تنه له بنده خوشې شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر دغه فرمان د مجاهدینو د بریا د ۲۷مې کلیزې په مناسبت ورکړی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي وايي، د فرمان له مخې د هغو بندیانو چې په کوچنیو جرایمو محکوم وو، د بند موده راکمه شوه.

نوموړي زیاته کړه، په لومړي ځل په ننګرهار کې د جزایي اجراتو د قانون په رڼا کې د حجز او حبس د بدیلونو د تطبیق چارې پیلېږي.

د هغه په وینا د دغه ولایت د استېناف محکمې د پرېکړې سره سم د هغو کسانو لستونه د جوړېدو په حال کې دي چې په سپکو جرمونو محکوم دي او د بند موده یې تر پنځو کلونو کمه وي.

دی وايي، دغه کسان به د بند مودې تر ختمېدو پورې د ضمانت پر بنسټ په بېلابېلو ادارو کې په خدماتي یا وړیا کارونو بوختېږي او د شپې له خوا له خپلو کورنیو سره یوځای اوسېدای شي.

باید و ویل شي، چې اوسمهال د ننګرهار په زندان کې د ښځو په ګډون ۲۳۰۰ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور بندیان دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي