ملي دفاع وزارت هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو پر پټنځایونو د برید او د ۸ مرکزونو د له منځه وړلو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن شنبې د غبرګولي ۱۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ګډو ځواکونو د عملیات ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات تر سره کړل.
سرچینه زیاتوي، په دې عملیاتو کې د طالبانو ۸ لوی پټنځایونه چې له دې ځایه یې ستر ستر بریدونه پلانول له منځه وړل شوي او ګڼې سیمې له طالبانو پاکې شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د عملیاتو په ترڅ کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي، پنځه تنه ټپیان او دغه راز ۲۵ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړای شوي دي.
طالبانو څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل