۰
سیګار:

له افغان- امریکا پوهنتون سره مرسته شوي میلیونه ډالر ورک شوي

شنبی ۱۱ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۶
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی پلټونکی مشر جان سوبکو وايي، له افغان- امریکا پوهنتون سره د امریکا مرسته شوي میلیونه ډالر ورک شوي.
له افغان- امریکا پوهنتون سره مرسته شوي میلیونه ډالر ورک شوي
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی پلټونکی مشر جان سوبکو وايي، له افغان- امریکا پوهنتون سره د امریکا مرسته شوي میلیونه ډالر ورک شوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سیګا مشر په تازه رپوټ کې ویلي له ۲۰۱۲ کال راهیسې تر اوسه پورې له یاد پوهنتون سره د امریکا د شویو مرستو نه ۶۳ میلیونه ډالر ورک شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، افغان- امریکا پوهنتون کې د امریکا له مرستو پر هر افغان زدکوونکي د لیسانس څلور کلنه دوره کې نږدې ۱۲۶ زره امریکايي ډالر لګول شوي دي.

سرچنه زیاتوي، «که د امریکا حکومت هر افغان زدکوونکی امریکا کې کوم کالج ته استولی تر هغه به یې لږ لګښت کېده چې د افغانستان پلازمېنه کابل کې د دوی لپاره په انګریزي ژبي پوهنتون کې شوی دی.»

جان سوپکو نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته خبرو کې ویلي، افغانستان کې د امریکايي مرستو د ترلاسوونکو او دولتي قراردادونو اوه کلنه ارزونه کې دا د دې ادارې تر ټولو بده پېښه ده چې وینم یې.

په ورته وخت کې  د افغان- امریکا پوهنتون چارواکو د سیګار دغه راپور رد کړی او ویلي یې دي دوی تر لاسه کړې پیسې مصرف کړې دي.

پوهنتون د بورډ مشر ډیویډ سیډني ویلي« امریکايي پوهنتون کې پیسې نه دي ورکې شوې، دا خصوصي پوهنتون دی او له امریکا ترلاسه شوې ټولې مرستې یې مصرف کړې دي.»

باید و ویل شي، افغان امریکا پوهنتون پر ۲۰۰۶ کال کابل کې د امریکايي کالجونو په سبک جوړ شوی خصوصي پوهنتون دی چې درسونه یې په انګرېزي ژبه دي.

دا پوهنتون د مدیریت، کمپیوټر، سیاسي علومو او حسابدارۍ یا کاونټېنګ په برخه د لیسانس او ماسټرۍ په کچه نږدې ۱۷ زدکوونکي لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي