۰

امریکا کې وسله وال برید ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

شنبی ۱۱ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۱
راپورونه وايي، د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د یوه وسله وال برید له امله ۱۲ تنه وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.
امریکا کې وسله وال برید ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
راپورونه وايي، د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د یوه وسله وال برید له امله ۱۲ تنه وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پولیسو ویلي پېښه د جمعې په ورځ په ځايي وخت څلور بجې د ویرجینیا بیچ د ښاروالۍ یوه ودانۍ شوې دي.

پولیسو زیاته کړې، چې په دغه برید کې ۱۲ تنه وژل شوي او د یوه پولیس په ګډون شبږ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پولیسو په وینا بریدګر هم چې د ښاروالۍ پخواني کارمن و، وژل شوی دی خو وايي د برید انګېزه تر اوسه نه ده معلومه شوې، چې په اړه یې پلټنې روانې دي.

خو په وینا باوري دي چې بریدګر په یوازې سر د دې برید پلان جوړ او پلی کړ، خو اصلي انګېزه یې لا هم نه ده ډاګیزه شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي