راپورونه وايي، د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د یوه وسله وال برید له امله ۱۲ تنه وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پولیسو ویلي پېښه د جمعې په ورځ په ځايي وخت څلور بجې د ویرجینیا بیچ د ښاروالۍ یوه ودانۍ شوې دي.
پولیسو زیاته کړې، چې په دغه برید کې ۱۲ تنه وژل شوي او د یوه پولیس په ګډون شبږ تنه نور ټپیان شوي دي.
د پولیسو په وینا بریدګر هم چې د ښاروالۍ پخواني کارمن و، وژل شوی دی خو وايي د برید انګېزه تر اوسه نه ده معلومه شوې، چې په اړه یې پلټنې روانې دي.
خو په وینا باوري دي چې بریدګر په یوازې سر د دې برید پلان جوړ او پلی کړ، خو اصلي انګېزه یې لا هم نه ده ډاګیزه شوې.
جمهورخبري آژانس:کابل