افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره سعودي عربستان کې کتلي او پر یو لړ موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر غني او خان د تېرې پنشنبې په ورځ د اسلامي همکاریو سازمان د مشرانو کنفرانس کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته تللي وو.
ښاغلي غني پرون جمعه د غبرګولي ۱۰ مه هغوی پر دوه اړخیزو اړیکو او په افغانستان کې د سولې او بیا پخلاینې پر پروسه غږېدلي دي.
بل خوا د عمران خان مطبوعاتي دفتر وايي، غني او خان له طالبانو سره د سولې د خبرو د پيل لپاره هڅې هم ارزولې دي.
خبرپاڼه د عمران خان له قوله وايي، دوی په افغانستان کې د سولې د پروسې ملاتړ کړی او ویلي یې دي، دا هڅې باید د افغانانو په مشرۍ او داسې سرته ورسېږي چې په افغانستان کې د لانجې یو سیاسي حل پیدا کړي.
نوموړي دا هم زیاته کړې، پاکستان ته د ولسمشرغني سفر به یوه بله موقع وي چې د دواړو هېوادونو سیاستوال د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو پر پراختیا غور او خبرې وکړي.
ویل کېږدي دواړو مشرانو تر یو ساعت ډېرې وخت خبرې وکړې او د خبرو په کوټه کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب هم شتون درلود.
په ورته وخت کې ارګ وايي، ولسمشر له عمران خان سره د پاکستان پر فضايي حریم د افغان الوتکو د ستونزو په اړه هم خبرې کړې دي.
ولسمشر له عمران خانه غوښتنه کړې چې د افغانستان الوتکو ته په خپله فضا کې د پرواز اجازه ورکړي او عمران خان ژمنه وکړه چې د دې ستونزې غم به وخوري.
ولسمشر غني او د پاکستان لومړی وزیر پر داسې مهال ګوري، چې د دوی تر لیدنې دوه ورځې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د یوه لوړ پوړي امنیتي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته ولاړ او د پوځ له مشر جنرال باجوه او نورو چارواکو سره یې خبرې وکړې.
جمهورخبري آژانس:کابل