۰

کمانډو زابل کې د طالبانو له زندان ۲۸ تنه راخوشي کړل

پنجشنبه ۹ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۰
ملي دفاع وزارت وایي، افغان کمانډو ځواکونو زابل ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې او له دې زندانه یې لسګونه بندیان را خوشي کړي دي.
کمانډو زابل کې د طالبانو له زندان ۲۸ تنه راخوشي کړل
ملي دفاع وزارت وایي، افغان کمانډو ځواکونو زابل ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې او له دې زندانه یې لسګونه بندیان را خوشي کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن پنشنبې د غبرګولي ۹ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، افغان کمانډو ځواکونو دا عملیات د زابل ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې تر سره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو یو زندان مات او ۲۸ تنه امنیتي سرتېري او ملکي وګړي یې تر راخوشي کړي دي.

خبرپاڼه وايي، په را خلاص شویو کسانو کې ۱۶ تنه ولسي وګړي او ۱۲ تنه هم افغان ستري وو.

ملي دفاع وزارت زیاتوي، چې په عملیاتو کې دوه وسله وال طالبان هم وژل شوي دی، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، چې افغان ځواکونو له دې وړاندېهم د طالبانو لسګونه زندانونه مات کړي او لسګونه بندیان یې ترې راخوشي کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي