۰

غزني کې مهم طالب قوماندان قاري نصرت وژل شوی

چهارشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۹
ملي دفاع وزارت وايي، غزني ولایت کې د افغان ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د طالبانو یو مهم قوماندان قاري نصرت وژل شوی دی.
غزني کې مهم طالب قوماندان قاري نصرت وژل شوی
ملي دفاع وزارت وايي، غزني ولایت کې د افغان ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د طالبانو یو مهم قوماندان قاري نصرت وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن چهارشنبې د غبرګولي ۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، قاري نصرت د افغان کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی.

خبرپاڼه کې د هغه د وژل کېدو دقیق ځای نه دی ښودل شوی خو وایي، قاري نصرت غزنی کې د ګنو شمېر امنیتي سرتېرو په شهادت کې لاس درلود.

دفاغ وزارت وايي، قاري نصرت د طالبانو د مولوي ابوبکر د ډلې غړی او په غزني کې د طالبانو یو مهم قوماندان و.

بل خوا دفاع وزارت د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۹ طالبانو د وژأ کېدو او څلورو نورو د نیول کېدو راپور ورکړیو چې دوه یې هم په کې قوماندانان دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي