۰

یونسیف: افغانستان کې پر ښوونځیو درې برابره زیات شوي

چهارشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۸
د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا یونسیف وايي، تېر یو کال افغانستان کې پر ښوونځیو حملې نژدې ۳ برابره زیاتې شوي دي.
یونسیف: افغانستان کې پر ښوونځیو درې برابره زیات شوي
د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا یونسیف وايي، تېر یو کال افغانستان کې پر ښوونځیو حملې نژدې ۳ برابره زیاتې شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یونسیف په راپور کې ویل شوي ۲۰۱۷ میلادي کال په افغانستان کې پر ۶۸ ښوونځیو حملې شوې وې خو تېر کال ۲۰۱۸ پر ۱۹۲ ښوونځیو بریدونه شوي دي.

یاده اداره وايي، دا له ۲۰۱۵ م کال راوروسته تر ټولو زیاتې حملې دي او د امنیتي وضعیت په خرابېرو سره له زده کړو د ماشومانو محرومېدا هم زیاته شوې ده.

په راپور کې راغلي، د ۲۰۱۸ م کال تر پایه په افغانستان کې تر ۱۰۰۰ زیات ښوونځي بند شوي چې له کبله یې شاوخوا ۵ لکه زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.

د دغه ښوونځیو زیاتره برخه او یا هم کابو ټول د افغانستان په سویل او ختیځو ولایتونو کې بند شوي دي.

اکثره ښوونځي یا تقریباً ټول ښوونځي د افغانستان په جنوبي او ختیځو ولایتونو کې بند شوي دي.

یونسیف په یوه خبرپانه کې د خپل اجرايي رييسې هنریتا فور له قوله ویليو چې په افغانستان کې تعلیم له حملو سره مخامخ دی.

نوموړي زیاته کړې، چې پر ښوونځیو غیرعاقلانه حملې، د ښوونکو وژل، ټپي کول او تښتول؛ او د تعلیم پر ضد ګواښونه د ماشومانو د ټول نسل هیلې او خوبونه له منځه وړي.

بل خوا یونسیف له ښوونځیو د رای ورکوونکو د نوم ثبتولو د مرکزونو په توګه په کار اخیستلو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، تېر کال پر یو شمېر ښوونځیو په همدې خاطر بریدونه وشول.

یاده ادار وايي، دا مهال ۳.۷ میلیونه افغان زده کوونکي، چې عمرونه یې د ۷ او ۱۷ کلونو تر منځ دي له ښوونځیو پاتې دي.

یونسیف د ناامنۍ ترڅنګ، بېوزلي او په تعلیم کې له نجونو سره تبعیض له تعلیم څخه د ۶۰ سلنې افغان ماشومانو د بې برخې کېدو سبب بولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي