کورنیو چارو وزارت وايي، فراه ولایت کې د ځانګړو افغان پولیسو او پوځ د کمانډو ځواکونو په ګډو ځانګړو عملیات کې د نشه يي توکو د پروسس دوه لابراتوارونه له منځه وړل شوي دي.
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن سه شنبې د غبرګولي ۷ خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ګډو ځواکونو تېره شپه دغه ځانګړي عملیات تر سره کړي دي.
سرچینه زیاتوي، عملیات د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د سیاه جنګل په کلي کې شوي، چې پر مهال یې د دوه بهرنیو وګړو په ګډون څلور وسله وال مخالفین وژل شوي او دوه نور نیول شوي دي.
کورنیو چارو وزارت وايي، په عملیاتو کې د وسله والو یو عراده موټر هم له منځه وړل شوی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل