۰

د مسکو دیپلوماتیکه غونډه کې به افغان سیاسیون او طالبان هم سره خبرې وکړي

سی شنبه ۷ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۴
د افغانستان او روسیې د دپلوماتیکو اړیکو د سلمه کلیزې په غونده کې افغان سیاسیون او د وسله والو طالبانو استازو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
د مسکو دیپلوماتیکه غونډه کې به افغان سیاسیون او طالبان هم سره خبرې وکړي
د افغانستان او روسیې د دپلوماتیکو اړیکو د سلمه کلیزې په غونده کې افغان سیاسیون او د وسله والو طالبانو استازو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه غونده نن سه شنبې د غبرګولي ۷ مه د روسیې پلازمېنه مسکو کې پیلېدونکې ده، چې په کې به افغان سیاسیون له طالب استازو سره پر سوله هم خبرې وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت سرچینو او خپله طالبانو هم تایید کړې، چې دوی ته په دغه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو سرچینه وایي، طالبان د یو نهضت په نامه وربللي دي نه د امارت د استازو په توګه، ځکه چې روسیه د طالبانو امارت په رسمیت نه پیژني.

وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د مۍ په ۲۸ به د ملا عبدالغني برادر، شیر محمد عباس ستانکزي او یو شمیر نورو طالبانو په ګدون یو پلاوې د مسکو په غونډه کې برخه واخلي.

په ورته وخت کې راپورونه وايي، د دې ناستې تر څنګ به افغان سیاسیون او د طالبانو استازي پر افغان سوله هم سره جرګه شي او خبرې به یې دوه ورځې دوام وکړي.

د جمعیت ګوند اجرائیه رییس عطامحمد نور هم تایید کړې، چې د مسکو په غونده کې به افغان سیایون د طالبانو له استازو سره وګوری او پر سوله به ورسره خبرې وکړي.

ښاغلي نور ویلي، چې په هېواد کې سوله او ثبات د دوی په لومړیتوبونو کې دی او تمه لري، چې دغه ناسته او خبرې به مثبتې پایلې ولري.

باید و ویل شي، چې افغان حکومت تر اوسه د مسکو د دغه ناستې په اړه غبرګون نه دی ښودلې خو تېر ځل چې مسکو کې د طالبانو او افغان سیاسیون تر منځ کومه ناسته تر سره شوه، هغه یې په رسمیت نه وه پېژندلې او ویې ویل، چې اجرائیوي صلاحیت نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي